Statement of Acknowledgement

We acknowledge and respect the traditional custodians on whose ancestral lands we provide dental services.

We acknowledge the deep feeling of attachment and relationship of Aboriginal and Torres Strait Islander people to Country.

We pay our respects to their Elders past and present and extend that respect to other Aboriginal and Torres Strait Islander people attending our services.

We are committed to improving the oral health outcomes of Aboriginal and Torres Strait Islander people.

Aboriginal and Torres Strait Islander people should be aware that this website may contain images, voices and names of people who have passed away.

Skip to main content

پښتو / Pashto

dentist talking to patient

د سویلي آسټرالیا د غاښو خدماتو ته ښه راغلاست / Welcome to SA Dental

مونږ په ټوله سویلي آسټرالیا کې په کلینیکونو کې مستحقو لویانو او ټولو ماشومانو ته د غاښونو خدمات چمتو کوو.

ماشومان / Children

ټول کوچني ماشومان، ماشومان او د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکي نوي ځوانان چې یا په جنوبي آسټرالیا کې ژوند کوي یا ښوونځي ته ځي کولی شي زمونږ له کلینیکونو څخه ګټه پورته کړي.

مونږ سپارښتنه کوو چې ماشومان د ۱۲ میاشتو په عمر کې د غاښونو معاینه وکړي.

همدا اوس د ملاقات غوښتنه وکړئ

  • د ماشومانو لپاره د انتظار لست شتون نلري، او تاسو به راتلونکی شته اپوینتمنت ترلاسه کړئ.
  • د ټولو ماشومانو لپاره چې ښوونځي یې ندي پیل کړي د دوي لپاره لګښت نشته دي.
  • لګښتونه د ماشومانو لپاره کیدای پلي شي که چیرې تاسو اوسنی روغتیایی د پاملرني کارت (Healthcare Card) یا د تقاعد کارت (Pension Card) نه لرئ.

لویان / Adults

ټول لویان (۱۸ کلن یا ډیر عمر لرونکي) چې په سویلي آسټرالیا کې ژوند کوي او د روغتیایي پاملرنې اوسنی کارت یا د تقاعد امتیاز کارت لري کولی شي زموږ په کلینیکونو کې برخه واخلي.

مهرباني وکړئ خپل د امتیاز کارت ټولو ملاقاتونو ته له ځانه سره راوړئ.

همدا اوس زمونږ د لویانو په انتظار لیست کې ګډون وکړئ

  • که تاسو غواړئ د غاښونو وړیا معاینه وکړئ، همدا اوس د لویانو د انتظار په لست کې شامل شئ.
  • د انتظار موده کیدای شي توپیر ولري. کله چې ستاسو نوم د انتظار د لست سر ته ورسیږي، یو لیک (په انګلیسي ژبه) د غاښونو پاملرنې وړاندیز به هغه پته ته واستول شي چې تاسي مونږ ته راکړي ده.
  • که ستاسو پته بدله شي مهرباني وکړئ خپل محلي کلینیک ته خبر ورکړئ.
  • تاسو اړتیا لرئ چي د 3 اونیو په اوږدو کې د پاملرنې دا وړاندیز ومنئ.
  • لګښتونه کیدای شي د غاښونو د درملنې لپاره په مستقبل کي پلي شي.

د غاښونو بیړنۍ پاملرنه / Emergency Dental Care

آیا تاسو د مخ پړسوب، خونریزي یا صدمه تجربه کوئ؟

د کاري ساعتونو په جریان کې (د دوشنبې څخه تر جمعې، د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۴:۳۰ بجو پورې) مهرباني وکړئ خپل نږدې د غاښونو کلینیک ته زنګ ووهئ.

د کاري ساعتونو څخه بهر، مهرباني وکړئ په 222 022 1800 شمېره healthdirect ته زنګ ووهئ.

د healthdirect په اړه د نورو معلوماتو لپاره د SA health healthdirect څخه لیدنه وکړئ.

ژباړنکی / Interpreter

که تاسو یا په تاسو پام ساتونکی په ملاقات کې ژباړونکي ته اړتیا لري مهرباني وکړئ موږ ته دمخه په 222 008 1300 شمېره ټیلیفون وکړئ یا زموږ له یوه کارمند سره خبرې وکړئ.

زموږ سره اړیکه ونیسئ / Contact Us

ټیلیفون: 222 008 1300 (د دوشنبې څخه تر جمعې، د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۴:۳۰ بجو پورې)

بریښنالیک: HealthSADSPublic@sa.gov.au

خپل نږدې کلینیک ته د تماس او لارښوونې د ترلاسه کولو لپاره: یو کلینیک ومومئ