Statement of Acknowledgement

We acknowledge and respect the traditional custodians on whose ancestral lands we provide dental services.

We acknowledge the deep feeling of attachment and relationship of Aboriginal and Torres Strait Islander people to Country.

We pay our respects to their Elders past and present and extend that respect to other Aboriginal and Torres Strait Islander people attending our services.

We are committed to improving the oral health outcomes of Aboriginal and Torres Strait Islander people.

Aboriginal and Torres Strait Islander people should be aware that this website may contain images, voices and names of people who have passed away.

Skip to main content

د غاښ ایستلو لپاره لارښوونې

Jessica Clark SA Dental HR 2241

نن

  • ستاسو په خوله کې د وینی د کنټرول لپاره د پانسمان کڅوړه ایښودل شوې ده. پنبه لږ تر لږه نیم ساعت لپاره ټینګه په خوله کې وساتئ.
  • خپله خوله د ۲۴ ساعتونو لپاره مه وینځئ ځکه چې دا کولی شي د وینې غوټه پرېکړي.

  • سګرټ مه څکوئ او د ۲۴ ساعتونو لپاره الکهول مه څښئ.
  • یو ساعت وروسته، تاسو کولی شئ د خپلې خولې په بل اړخ خواړه وخورئ، مګر هیڅ شی باید ډیر ګرم یا ډیر یخ نه وي.
  • د خولې شاوخوا خواړه یا څښاک مه ښوروئ، ځکه چې دا کولی شي د وینې غوټه پرې کړي.
  • پام کوی چې خپلې شونډې د بې حسه کیدو په وخت کې په غاښ نکړئ.

  • د سبا څخه پیل، یو ګیلاس ګرمو اوبو کې یوه نیمه کاشوغه مالګه حل کړئ. دا محلول په لنډه توګه په خوله کې د ساتلو له لارې زخم ومینځئ. لږ تر لږه تر راتلونکو پنځو ورځو پورې له ډوډۍ خوړلو وروسته او د شپې له ویده کیدو مخکې په مالګینو اوبو په نرمۍ سره ومینځئ.

د وینې بهیدل

    • د وینې یو کوچنی جریان په لومړیو ۱۲- ۲۴ ساعتونو کې معمول دی.
  • که چیرې وینه ډیره یا دوامداره وي په نرمۍ سره خپله خوله په یخو اوبو سره ومینځئ، بیا د وینی په ساحه کې د پاکې پنبې کڅوړه یا د ۱۰ سانتي مترو مربع په اندازه بنداژ کیږدی. کاغذي دسمال یا د وړۍ پنبه مه کاروئ.
  • د ۳۰ دقیقو لپاره په دېکڅوړه کلک غاښ ونیسئ.
  • د استراحت په وخت کی خپل سر لږ څه پورته کړئ.
  • که چیرې وینه دوام ومومي یا شدیده وي د غاښونو کلینیک سره اړیکه ونیسئ چې تاسو ورغلی وی یا که چیرې کلینیک د لاسرسي وړ نه وی، د اډیلیډ غاښونو روغتون کې د خولې (غاښونو) او میکسیلو فاشیل (ژامه او مخ) د جراحي څانګې ته په 8222 8220 شمیره زنګ ووهئ.
  • د رسمي وخت څخه وروسته د سختې وینې بهیدنې په صورت کې، د نورو پاملرنې اختیارونو په اړه مشورې لپاره د healthdirect Australia ته په 222 022 1800 شمېره زنګ ووهئ.


د درد تسکین

  • تاسو کیدای شي په راتلونکو څو ورځو کې درد ولری.
  • د اړتیا په صورت کې پاراسیټامول او/یا ایبوپروفین (یعنې نوروفین) یا ورته د د درد آرام کوونکی درمل وخوری. په پاکت کې لارښوونې تعقیب کړئ.
  • مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: ایبوپروفین یا اسپرین مه خوری که تاسو د دې درملو سره حساسیت لرئ، د ساه لنډۍ، د معدې اوښتل یا د معدې زخم لرئ.
  • د درد څخه د خلاصون په اړه د نورو مشورې لپاره، د غاښونو کلینیک سره چې تاسو ورغلی یاست یا خپل محلي ډاکټر سره اړیکه ونیسئ.

د غاښ ایستلو د جراحي وروسته اضافي معلومات

  • پړسوب نورمال دی او د جراحی څخه وروسته شاوخوا ۳۶ - ۴۸ ساعتونو کې ډيریدای شي.
  • پړسوب به د ۴-۵ ورځو وروسته کمیدل پیل شي.
  • که اړتیا وي، په کور کې د پړسوب کمولو کې د مرستې لپاره د ۲۰ دقیقو لپاره ستاسو په مخ باندې د یخ ټوټه یا بسته کیږدی. د ۱۰ دقیقو لپاره یې لرې کړئ بیا د اړتیا سره سم په لومړیو ۲۴- ۴۸ ساعتونو کې تکرار کړئ.
  • د پړسوب کمیدو سره ځینې زخمونه کیدی شي پیدا شی.
  • تاسو کیدای شي د خولې په خلاصولو کې ستونزه تجربه کړئ. دا عادي خبره ده او د پړسوب کمیدو سره به آسانه شي.
  • خپل خواړه تر مایعاتو او نرمو خوړو محدود کړئ.
  • په راتلونکې اونۍ کې په تدریجي ډول خپل عادي رژیم ته راستون شئ.
  • څومره ژر چې امکان ولري عادي بورس کول پیل کړئ.

Download & printable resource