Statement of Acknowledgement

We acknowledge and respect the traditional custodians on whose ancestral lands we provide dental services.

We acknowledge the deep feeling of attachment and relationship of Aboriginal and Torres Strait Islander people to Country.

We pay our respects to their Elders past and present and extend that respect to other Aboriginal and Torres Strait Islander people attending our services.

We are committed to improving the oral health outcomes of Aboriginal and Torres Strait Islander people.

Aboriginal and Torres Strait Islander people should be aware that this website may contain images, voices and names of people who have passed away.

Skip to main content

څرنګه کولای شو چی د غاښونو او اوریو ساتنه وکړو

boy smiling brushing teeth

ستاسو غاښونه

په سهار کې او د شپې له ویده کیدو مخکې خپل غاښونه او اورۍ بورس کړئ.

یو کوچنی، نرم د غاښونو بورس او د نخود په اندازه د غاښونو کریم چې فلورایډ ولري وکاروئ.

د بورس کولو څخه وروسته، د غاښونو کریم تو کړئ، مګر په اوبو سره یې مه مینځئ

د غاښونو بورس مه شریکوئ!

Man brushing infographic

که تاسو سګریټ څکوی، د پریښودلو په اړه یې فکر وکړئ.

د مرستې لپاره QUITLINE ته په 48 78 13 شمېره زنګ ووهئ

Smoking infographic

د ځان او خپلې کورنۍ لپاره صحي خواړه غوره کړئ

خواږه خواړه او څښاک محدود کړئ

Healthy food infographic

د خوږو، سریښناکه خوړو څخه ډډه وکړئ لکه میوسلي بار، پتاسې، وچه میوه، مربا او چاکلیټ.

Sugary food infographic

ساده د نل اوبه څښئ

Drink water infographic

د کوچني ماشوم غاښونه

دا چې څرنګه د ماشوم غاښونه راوخیږي نو یې پاکوئ.

ترڅو چې ماشوم ۱۸ میاشتنی نه وي نو د غاښونو کریم مه کاروئ.

Cleaning babys teeth infographic

د مور شیدې د ماشومانو لپاره غوره دي!

که ماشوم د شیدو په چوشک (بوتل) تغذیه کوی، نو د چوشک سره یې مه ویده کوئ.

د غاښونو لومړی معاینه له ۱۲ څخه تر ۱۸ میاشتو پورې

Breastfeeding infographic

په میاشت کې یو ځل د خپل ماشوم شونډې پورته کوئ ترڅو د غاښونو د خرابیدو لومړنۍ نښې وګورئ.

د مخې په غاښونو او اوریو کې سپینې کرښې د غاښونو د تخریب پیل کیدی شي.

Lift the Lip infographic

د ماشومانو غاښونه

په سهار کې او د شپې له ویده کیدو مخکې غاښونه او اورۍ بورس کړئ.

Child brushing infographic

د ۱۸ میاشتو څخه تر ۵ کلونو پورې، د نخود په اندازه د کم فلورایډ لرونکو د ماشومانو د غاښونو کریم وکاروئ.

د ۶ کالو څخه پورته ماشومانو ته، د لویانو د غاښونو کریم وکاروئ.

Low fluoride toothpaste infographic

د خپل ماشوم سره تر ۸ کلنۍ پورې د غاښونو په بورس کولو کې مرسته وکړئ.

Parent helping with brushing infographic

آیا زه د جنوبي اسټرالیا د غاښونو د خدماتو (SA Dental) لپاره وړ یم؟

ټول ماشومان د 0-18 کلونو پورې د SA Dental خدماتو ته ښه راغلاست.

لویان اړتیا لري چې د اوسني روغتیایي پاملرنې کارت یا د تقاعد رعایت کارت ولري او په سویلي آسټرالیا کې ژوند کوي.

Resource (English)